کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د میدانوردګو د مرکزي بهسودو ولسوالۍ اړوند د «ګردن بريده» سیمه کې د ترافيکي پېښې له امله يوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د یوې مېرمنې او یو ماشوم په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یو تن له یوې مېرمنې او ماشوم سره په موټرسایکل روان وو او موټرسایکل چلوونکي د ډېر سرعت له امله یو ماشوم وهلی و.
دی وایي چې پر موټرسایکل سپاره درې واړه کسان ټپیان شوي او بل ماشوم ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینه زیاتوي، ټپيان لومړی په سیمه کې یوه روغتیایي مرکز او له هغه ځایه د یاد ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن