ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په کلمان دره کې د ولور اندازه «۱۵ زره افغانۍ» ټاکل شوې ده

د لغمان په کلمان دره کې د ولور اندازه «۱۵ زره افغانۍ» ټاکل شوې ده

author avatar
21 Jul 2024 - 15:18
د لغمان په کلمان دره کې د ولور اندازه «۱۵ زره افغانۍ» ټاکل شوې ده
author avatar
21 Jul 2024 - 15:18

مهترلام (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د کلمان درې قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته هیڅ څوک نشي کولی پر نجونو له ۱۵ زره افغانیو لوړ ولور واخلي.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د کلمان درې د بر کونډه‌لام سیمې قومي مشر ملک ګلبدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې به پخوا له ۳۰۰ زرو تر ۵۰۰ زرو افغانیو پورې ولور اخیستل کېده چې اوس یې د یوې قومي پرېکړې پر اساس دغه چاره منع کړې ده.

د هغه په خبره، تازه یې دغه سیمه کې د ولور اندازه ۱۵ زره افغانۍ ټاکلې ده.

د یادې درې یوه بل قومي مشر اسدالله چنار وویل، کلمان دره کې شاوخوا درې زره کورنۍ اوسېږي چې ډېر شمېر ځوانان یې اوزګار او خلک یې بې‌وزله دي، له همدې امله یې د ولور د کمولو پرېکړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «همدا پرېکړه چې وشوه، ما خپل زوی ته کوژدنه وکړه، ۱۵ زره افغانۍ به له واده مخکې د نجلۍ کورنۍ ته وسپارم.»

نوموړي وویل، په خپلې لور یې ولور نه دی اخیستی او د واده ټول لګښت یې هم په خپله کړی او له نورو هم غواړي چې د لور او زوی ترمنځ هیڅ توپیر ونه‌کړي.

ورته مهال، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د کلمان درې د خلکو له یادې پرېکړې هرکلی کوي.

د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدنادر مخور پژواک ته وویل، لغمان کې ټول مېشت قومونه باید دغه ډول پرېکړې وکړي چې له یوې خوا به د ډېرو لګښتونو مخه نیول شوې وي او له بل لوري به ځوانان نه اړ کېږي چې له هېواده بهر د ولور پیسو په ګټلو پسې لاړ شي.

د یادونې ده، اوس هم د لغمان ولایت په ډېرو سیمو او ګاونډي نورستان ولایت کې په لوړه کچه ولور اخیستل کېږي چې خلک یې د کمېدو غوښتنه کوي

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.