ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

غزني کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ یوه کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کال د ناوې ولسوالۍ په مټاخېلو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال رامنځته شوی و چې یو کس په کې وژل شوی و.

نوموړي وویل له هغه وروسته دواړو خواوو هڅه کوله چې یو بل ته لار ونیسي، یو بل وډبوي او یو بل سره ووژني.

هغه زياته کړه، څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو د ولسوالۍ د مسولینو په ملاتړ د دواړو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې هڅه پيل کړه چې تېره ورځ ناوخته یې ترمنځ روغه وشوه.

هغه وویل، د يادو کورنيو مشرانو او کشرانو يو بل ته د مينې او پخلاينې غېږې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې په دغه ولايت کې ټولې دا ډول دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړي.

د ناوې ولسوالۍ د مټاخېلو سیمې یوه قومي مشر محمد عابد پژواک ته وویل، حکومت او قومي مشران بايد دغه ډول دښمنۍ د خبرو اترو له لارې حل کړي.

هغه وویل، شخړې او کليوالي ناندرۍ خلک بدمرغه کوي، ژوند يې له ګواښ سره مخ کوي او په ټولنه کې ستونزي رامنځته کوي.

هغه د غزني پر نورو خلکو هم غږ وکړ چې اسلام په ورورلۍ کې د ژوند کولو حکم کړی، دښمني کول يې ناروا کړنه ياده کړې بايد کورنۍ له دښمنيو لاس واخلي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د غزني په مرکز او ولسوالیو کې په لسګونو دا ډول دښمنۍ د قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو د هلو ځلو په ترڅ کې حل شوې دي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.