بامیان (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ښکاري درې د ۶۵ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل شو.
د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښکاري درې لویې لارې د ترمیم او بیارغونې چارې چې دغه ولایت له بغلان سره نښلوي، تېره ورځ شېبر ولسوالۍ ته د بامیان د والي عبدالله سرحدي د سفر په ترڅ کې پیل شوې.
د هغه په خبره، د ښکاري درې سړک د سالنګ د لویې لارې مناسب بدیل دی چې د هغه بیارغونه د افغانستان د ریاستالوزراء په مالي ملاتړ ترسره کېږي او چارې به یې په دوو راتلونکو میاشتو کې بشپړې شي.
خو مسوولینو د دې پروژې د بودجې په اړه جزئیات ورنهکړل.
د سیغاني په خبره، د بامیان والي د دې لارې د کار پرانیستلو پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د بامیان ځایي اداره هڅه کوي چې دغه ولایت کې د نیمګړو، پراختیایي او زېربنایي پروژو ترڅنګ نورې پروژې هم تطبیق کړي.
ورته وخت کې، د سیمې اوسېدونکي وایي، دا لاره چې کابل او مرکزي ولایتونه د شېبر ولسوالۍ – بغلان دوشي له لارې له شمال سره نښلوي، د سالنګونو د بیارغونې په ترڅ کې د سېلابونو او لویو موترونو د تردد له امله تخریب شوې وه.
هغوی وایي چې د دې لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
په دې اړه د سیمې یوه اوسېدونکي ملا ګلبدین وویل چې خلک او مسافر د ښکاري درې په لاره د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د هغه په خبره، د دغه سړک په جوړېدو سره به د خلکو او مسافرو ستونزې حل او له شمال څخه مرکز ته د سوداګریزو توکو انتقال کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP