ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

author avatar
21 Jul 2024 - 14:43
د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې
author avatar
21 Jul 2024 - 14:43

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې او ویې ویل چې د ښوونځیو له فارغانو اتل خان او له دیني مدرسو څخه زین‌الله یوسفي لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.

د کانکور ازموینې پایلې نن د ازموینو ملي ادارې له خوا په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې اعلان شوې.

چارواکي وایي، سږ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شوه او په دې ازموینه کې ۱۰۰ زره کسانو ګډون کړی و.

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، له کابل ولایت څخه اتل خان د ۳۵۹.۶۱ نومرو په اخیستو لومړی مقام، له بلخ څخه سیدحامد هاشمي د ۳۵۷.۷۱ نومرو په اخیستو دویم مقام، له فراه څخه شفیع‌الله نظامي د ۳۵۷.۲۵ نومرو په اخیستو درېیم مقام، له لغمان څخه ارشاد احمد څلورم مقام او له هرات څخه صفي‌الله مهاجر د ۳۵۵.۹۲ نومرو په تر لاسه کولو سره پنځم مقام خپل کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې زین‌الله یوسفي له کابل څخه د ۳۱۵ نومرو په اخیستلو سره د دینې مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی دی.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په ناسته کې وویل، هغو ځوانانو چې تېر کال کې یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه، درسونه یې ویلي او زیار یې ګاللی، نن به ښې پایلې تر لاسه کړي.

هغه زیاتوي: «هغه ځوانان دې هم نه ناهیلي کېږي چې ښې پایلې یې نه دي ترلاسه کړي، بلکې د راتلونکي کانکور لپاره دې ښه چمتووالي ونیسي، ان‌شاءالله چې ښې پایلې به ترلاسه کړي.»

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم په یاده ناسته کې وویل چې سږ کال د تېر کال په پرتله د بریاليو کسانو شمېر زیات دی.

ندیم نوو بریالي شوو زده‌کړیالانو ته په پوهنتونونو کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

ده زیاته کړه: «د خوشالۍ ځای دی چې د پرمختګونو په دوام، د یوه داسې پرمختګ شاهدان یو چې د افغانستان د روښانه راتلونکي زېری له ځان سره لري.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني هم په دغه ناست کې وویل، محصلینو ته باید بشپړه پاملرنه وشي څو په یوه ښه او سالم فکر وروزل شي او خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي قدرت‌الله جمال په یاده غونډه کې له محصلینو وغوښتل چې ‎خپل قیمتي وخت په ښه ډول مدیریت کړي او له ورکړل شوي فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي، څو په راتلونکي کې د هېواد او ولس خدمتګاران شي.

ده د ښوونځیو له استادانو هم وغوښتل چې خپل زده‌کوونکي داسې وروزي چې د دنیا او اخرت دواړو خیر یې په کې وي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.