Language

یوې ترکي موسسې د کابل له ښاروالۍ سره د هوایي پلونو ډیزاین برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ترکیې هېواد اړوند د ټیکا موسسې رییس د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د نوو هوايي پلونو د ډيزاين او د ښاري اسانتياوو برابرولو برخه کې د کابل له ښاروالۍ سره مرسته کوي.

کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دې ښاروالۍ د پلان جوړولو او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک د ترکیې هېواد اړوند د ټیکا موسسې له رییس فاضل اکین اردوغان سره د هوايي پلونو د ډیزاین په اړه خبرې کړې دي.

د کابل ښاروالۍ د پلان جوړولو او ښاري پراختیا مرستیال ویلي چې د کابل او عنقرې ترمنځ د دوستۍ اړیکو د لا پیاوتیا او په علمي او تخنیکي برخو کې باید دوه اړخیزه همکاري ترسره شي.

نوموړي هیله څرګنده کړې څو ټیکا موسسه د هوايي پلونو د ډیزاین برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

دغه راز، د یادې موسسې رییس د افغانستان او ترکیې د اوږدې دوستۍ څرګندولو په ترڅ کې ژمنه کړې چې د نوو هوايي پلونو د ډيزاين او ښاري اسانتياوو برابرولو برخو کې به د کابل له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.