غزنيښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د جاغوري ولسوالۍ یوه قومي مشر مصطفی موسوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خلکو روغتیايي ستونزو د حل په موخه د سنګشانده سیمه کې یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه روغتیايي مرکز پر یو جریب ځمکه په پاخه او معیاري ډول په دوو پوړونو کې جوړېږي چې دوه سالونونه، ۱۶ خونې، د جراحي، نسايي ولادي، د ماشومانو عمومي داخله، لابراتوار او نورې اړینې څانګې او اسانتیاوې به ولري.
د نوموړي په خبره، د دغه روغتيايي مرکز په جوړېدو څه باندې ١٥٠ زره امريکايي ډالره لګښت راځي چې د سیمې د خلکو او بهرمېشتو افغان مرستندويانو له خوا ورکول کېږي.
دغه راز، د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي عباس محمدي پژواک ته وویل چې د دغه روغتون په جوړېدو او فعالېدو سره به تر ډېره د دې سیمې د اوسېدونکي روغتیايي ستونزې حل شي.
د نوموړي په وینا، د روغتون نشتوالي او سړک خرابوالي له امله د دې سیمې یو شمېر ناروغانو روغتون ته پر لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بل لور ته، د غزني عامې روغتیا ریاست ویاند حجتالله پژواک ته وویل چې د جاغوري ولسوالۍ په سنګشانده سیمه کې د خلکو په مالي لګښت یوه روغتون ته ودانۍ جوړېږي.
هغه وايي چې دوی به تر خپل وسه په بېلابېلو برخو کې د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د جاغوري خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي او روغتیايي مرکزونه،، پلونه او د اوبو بندونه جوړ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP