ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک د غزني ملکي روغتون ته د غځېدلي سړک بیارغونې غوښتنه کوي

یو شمېر خلک د غزني ملکي روغتون ته د غځېدلي سړک بیارغونې غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت ملکي روغتون ته غځېدلی سړک ډېر ویجاړ شوی چې باید ورغول شي.

هغوی زیاتوي، د غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو ترڅنګ د پکتیکا، پکتیا او میدان‌وردګو ولایتونو ناروغان هم ډېری وخت د غزني ملکي روغتون ته راوړل کېږي.

د  غزني ښار یوه اوسېدونکي احمدجاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سړک د غزني ښار یو له مهمو سړکونو دی؛ ځکه هره ورځ پر دې لار سلګونه ناروغان روغتون ته راوړل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه ویجاړ سړک باید د حکومت له لوري ډېر ژر ورغول شي.

دغه راز، د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي فریدالله وویل، کلونه کېږي چې د ملکي روغتون عمومي سړک په ډېر بد وضعیت کې دی.

نوموړي زیاته کړه: «په دغه سړک تل زیاتې اوبه ولاړې وي، موټر په کې خرابېږي او درې چرخې په کې کله ناکله چپه کېږي.»

د غزني یو بل اوسېدونکی نورالله وايي چې پر دغه سړک هر ډول ناروغان او کله ناکله ټپیان هم راوړل کېږي نو باید ورغول شي.

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د یاد سړک پر بیارغونه یې ټينکار وکړل.

خو بل لورته د غزني حکومتي مسوولین وايي چې د ملکي روغتون سړک بیارغونه د دوی له لومړیتوبونو ده.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه پژواک ته وویل، د دغه سړک په اوږدو کې  په غیرقانوني ډول یو شمېر هټۍ او شخصي ملکیتونه جوړ شوي چې د سړک بیارغونې پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال موږ دغه سړک په پلان کې نیولی خو کله ناکله د شخصي ملکیتونو مالکان مزاحمتونه جوړوي، خو یوه کمېټه مو ورته ټاکلې چې د دوی ادعاوې وڅېړي.»

نوموړی زیاتوي، د یادې کمېټې له څېړنو وروسته د ملکي روغتون سړک بیارغونه د دوی په لومړیتوبونو کې ده.

د یادونې ده، د هېواد یو شمېر سړکونه د ټیټ کیفیت خو ځیني نور بیا د جګړو له امله ویجاړ شوي چې بیارغونې ته اړتیا لري.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.