Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روانه اونۍ د عینک مسو کان د استخراج چارې پیلېږي

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د روانې اونۍ په پای کې به په لوګر ولایت کې د عینک مسو کان د استخراج عملي چارې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له پنځلس کلن ځنډ وروسته د د عینک مسو کان د استخراج چارې د روانې اونۍ په پای کې پیلېږي.

نوموړي زیاته کړې، قراردادي کمپنۍ مکلفه شوې چې د وروستي او سل سلنه پروسس ترڅنګ د ٢٠٠٨ میلادي کال له ژمنو سره سم بې له کوم خنډ او ځنډه د نړۍ په کچه د مسو د دغه ستر کان د استخراج چارې د روانې اونۍ په پای کې عملاً پیل کړي.

د یادونې ده، د لوګر د عینک مسو کان قرارداد په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د حامد کرزي د حکومت پر مهال کې شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.