کابل (پژواک، ۲ زمري ۱۴۰۳): ټولنیزو پاڼو کې هغې وېډیو غبرګونونه راپارولي چې د خلکو په وینا تر یو “پیر” تاو کسان په کې ښکاري چې د “پیر” لاس ښکلوي او پښو ته یې ټيټيږي، خو د ا.ا یو غړی وایي چې دغه سړی له ورسره کسانو سره نیول شوی دی.
له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو لاس په لاس کیږي چې د یوه کس ښه راغلاست لپاره لسګونه کسانو ولاړ دي، ستړي مه شي ورسره کوي، لاسونه یې ښکلوي او ان تر دې چې پښو ته یې ټېټیږي.
پژواک خبري اژانس د یادې وېډیو د ثبت ځای او وخت په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه کړي، خو ځینو کسانو یې په اړه څرګندونې کړي دي.
د ځوان شپونکي په نوم پر اېکسپاڼه لیکل شوي: «د پاکستان سیند ایالت باړې پیر باندي مشهور زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ته راغلی، خلک د ښه راغلاست لپاره پښو ته ورغورزی سجدې ورته کوي؛ توبه خدایه دومره ستر جهالت، زابل… په خپله غیږه کې د ملا صاحب په شان شخصیت هم ساتلی و، خو بل طرف ته داسې ستر جاهلان هم په کې ژوند کوي.»
خپلواک څارګر هم دغه وېډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: «ډیر د مایوسۍ ځای دی چې مخه یې نه نیول کیږي، پښتون قام به کله هم الله تعالی ښاد نه کا، ترڅو خالص د قرآن او سنت تګلارې ته سیخ نه شي.»
فضل ولي بیا لیکلي: «پکتیکا ته یو ځل پیر راغلی و، په ټول ملت افت راغی، زلزلې، سیلابونه او طوفانونه راغلل، دا ځل به د زابل شاجوی پیر له امله چې کوم نالېدونکي عذابونه او افتونه رانازلېږي؟”
ګڼو نورو کسانو هم پر ټولنیزو پاڼو ورته څرګندونې کړي دي.
خو د چارو ادارې د کابینې او عالي کمیسیونونو چارو د انسجام رئیس عاکف مهاجر تېره شپه له جزییاتو پرته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «پیر سره له معبودینو د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لوري ونیول شو.»
یاد وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځينو کسانو د عاکف مهاجر ليکنې ته په تبصرو کې د ياد کس نیول کېدل ستایلي دي.
خان صاحب لیکلي: “ښه یو فرش ورکړی.”
محمد عظیم صابر بیا لیکلي:”خوندور کار وسو.الله ج دې خیر درکړی.”
جنرال عبدالبصير شېرزاد لیکلي”عاکف صاحب په لاسو مو برکت شه قسم په رب چي د لوی عذاب مخه مو ونيوله ځکه دلته يو اسلامي حاکميت دی نو څنګه بايد يو شخص د شرکياتو لپاره داسي وکړي، اوس به نورو ته هم معلومه شوي وي چي دلته نور شرک او لنډغري نه چليږي.”
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن