Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجشېر ۲۰۳۴ قیراطه نور زمرد وپلورل شول

پاراخ (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د پنجشېر د کانونو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۳۴ قیراطه نور زمرد په ۱۳۱ زره او ۳۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، بلخ، کندهار، لوګر او ننګرهار ولایتونو ۸۰ سوداګرو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې دغه زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي دي.

پنجشېر کې د زمردو استخراج له شاوخوا دوو کلونو ځنډ وروسته د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې بیا پیل شو او تر اوسه استخراج شوي زمرد د ۲۰ داوطلبیو له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د زمردو ټول ثبت شوي کانونه ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له دې ډلې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او په هغو کې څه باندې ۱۵۰۰۰ کسان پر کار بوخت دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.