جلالاباد (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۲سوه مترو په اوږدوالي د يوه سړک د بيارغونې چارې پیل شوې.
مسوولين وايي، دغه سړک ۱۱ متره پلنوالی لري او د ښار د دويمې ناحيې اړوند له تالاشۍ (شهيد ادمخان) څلور لارې څخه تر لغمان اډې پورې غځېدلی دی.
د دغه سړک د بيارغونې د کارونو پيل په مراسمو کې چې نن (د زمري ۲مه) ترسره شول، د جلالاباد ښاروال عبدالرازق ضيايي وويل، جلالاباد ښاروالۍ د خپل پلان له مخې د ښار بيارغولو او انکشاف لپاره کار او فعاليت کوي.
نوموړي زياته کړه: «نن مو د تالاشۍ يا شهيد ادمخان څلور لاري څخه تر لغمان اډې ۱۲ سوه مترو په اوږدوالي او ۱۱ متره په پلنوالي د سړک رغولو چارې پيل کړې.»
دی وايي، پر دغه سړک باندې ټول ۱۹ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او نږدې ورځو کې به يې چارې بشپړې شي.
د ښاروال په وينا، په دغه پروژه کې د سړک قير کول او د نورو اړوندو اړتياوو پوره کول شامل دي.
ورته مهال، يو شمېر ښاريان د ياد سړک د بيارغونې د چارو پر پيل خوښ دي.
د جلالاباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند د نارنج باغ سيمې يوه اوسېدونکي وليالله پژواک ته وويل، دغه سړک ډېر خراب شوی و چې د بارانونو په وخت کې به ورسره موټرچلوونکي او عام خلک ډېر په تکليف کې وو.
د جلالاباد ښاروالۍ وايي، پلان لري چې له خپلې بودجې او د مرستندويه ادارو په همکارۍ د ښار ټول عمومي او فرعي سړکونه بياورغوي او د خلکو ستونزې حل کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن