ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر یو میلیارد ډېرې زړې افغانۍ وسوځول شوې

تر یو میلیارد ډېرې زړې افغانۍ وسوځول شوې

author avatar
23 Jul 2024 - 11:27
تر یو میلیارد ډېرې زړې افغانۍ وسوځول شوې
author avatar
23 Jul 2024 - 11:27

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي چې له یو میلیارد او ۷۳ میلیونه ډېرې زړې افغانۍ یې سوځولې دي.

د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي، دغه پیسې یې له شمال او شمال‌ختیځو زونونو راټولې کړې وې چې دوه‌ګون، پنځه‌ګون، لسګون، شلګون، پنځوس‌ګون، سلګون، پنځه‌سوه‌ګون او زرګون بانک‌نوټونه په کې شامل وو.

سرچينې لیکلي، سوځول شوې ټولې یو میلیارد ۷۳ میلیونه او ۹۶۲ زره افغانۍ کېدې او د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له کره شمېرنې وروسته وسوځول شوې.

د یادو بانک‌نوټونو سوځولو پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند ویلي، د افغانستان بانک له لوري مندرس بانک‌نوټونه د یوه معلوم طرزالعمل پر اساس راټولېږي او له چلښته ایستل کېږي.

هغه ویلي، د بانک‌نوټونو ساتنې ته نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې بانک‌نوټونه له وخت مخکې مندرس او له کاره ولوېږي.

هغه له خلکو غوښتي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانک‌نوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي څو له وخت مخکې مندرس نه شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.