فراه، لښکرګاه (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي، د فراه په خاکسفېد ولسوالي کې د یو چکډېم او د هلمند په بغنۍ ولسوالي کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې جوړېدو چارې پیل شوې.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د دغه ولایت په خاکسفېد ولسوالي کې د یوه چکډېم جوړولو چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د دغه چکډېم پر جوړولو به څلور میلیونه او ۵۲۴ زره افغانۍ لګښت راشي چې رغنیزې چارې به یې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.
سرچینې لیکلي چې یاد چکډېم به د ۱۲ زره مترمکعب اوبو ذخیرهکولو ظرفیت ولري.
ورته مهال، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست له لوري د یونیسف نړُوال سازمان په مالي همکارۍ د بغني ولسوالۍ په درهشاه کلي کې د پنځه میلیونه ۱۹۰ زره او ۲۱۳ افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې نږدې ۴۰۰ کورنیو به ګټه ترې اخلي.
مسوولین وايي، په یادو پروژو کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP