Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د څلورو دولتي بنسټونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): افغان پوسټ دولتي شرکت د بهرنیو چارو او پوهنې له وزارتونو او د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

دغه هوکړه‌لیکونه نن کابل کې د افغان پوسټ دولتي شرکت رییس مولوي رحمت‌الله مکي، د بهرنیو چاور وزارت په استازیتوب میرسیف‌الرحمان رحیم او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د پلان او پالیسۍ رییس عبیدالله حجر ترمنځ په جلا جلا توګه لاسلیک شول.

د افغان پوسټ شرکت د سوداګرۍ او پراختیا رییس ذبیح‌الله عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یاد شرکت د بهرنیو چارو او پوهنې له وزارتونو او د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

دی وايي، لومړی هوکړه‌لیک د بهرنیو چارو له وزارت سره لاسلیک شو چې له مخې به یې له دې وروسته افغان پوسټ د یاد وزارت ټول ديپلوماټیک اسناد د نړۍ هغو هېوادونو ته چې د اسلامي امارت قونسلګرۍ او سفارتونه په‌کې موجود دي، انتقالوي.

هغه زیاته کړه، دویم هوکړه‌لیک له پوهنې وزارت سره لاسلیک شو چې له مخې به یې له دې وروسته د کابل ښار د پوهنې ریاست ټول خدمتونه د افغان پوسټ د ۳۲ پوسټ خونو له لارې د اجرأ وړ وي.

دی زیاتوي، درېیم هوکړه‌لیک د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره لاسلیک شو چې له مخې به یې له دې وروسته ۳۳ ولایتونو ته برېښنایي پېژندپاڼې انتقالوي.

د نوموړي په خبره، د ديپلوماټيکو اسنادو او برېښنایي پېژندپاڼو خدمتونو پیسې د بهرنیو چارو وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري ورکول کېږي او دغه راز د کابل ښار د پوهنې ریاست اړوند خدمتونه به د ۸۰ افغانيو په بدل کې اجرأ کېږي.

د عمر په وینا، د دغو هوکړه‌لیکونو اساسي موخه خلکو ته اسانه، ارزانه او له خپل کور سره نږدې د خدمتونو وړاندې کول دي.

د دولتي شرکتونو د رهبري پلاوي رییس مولوي احمدجان بلال په دغو مراسمو کې وویل، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته افغان پوسټ شرکت کابو اته ډول خدمتونه وړاندې کول چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته یاد بنسټ کې د خدمتونو کچه ۱۸ ډولو ته رسېدلې ده.

دی وايي، راتلونکي کې به د افغان پوسټ خدمتونه نور هم غوره او معیاري شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حقاني وویل، افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو پرمهال د نورو سکټورونو سربېره د مخابراتو سکټور په ځانکړي ډول د پوسټ سکټور هم نه جبرانېدونکی زیان لیدلی.

دی وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له شته امکاناتو په استفادې ځان د نړۍ له هېوادونو سره سیال او په هره برخه کې خپلو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، دا چې نړۍوالو له اسلامي امارت سره غیرعادلانه دریځ خپل کړی په داسې حال کې ټولو افغانانو ته په کار ده چې د ملي یووالي په روحیه باندې لاسونه سره یو کړي او خپل هېواد له سیالانو سره سیال کړي.

حقاني زیاتوي، دا مهال په افغانستان کې ۱۴ خصوصي پوسټي شرکتونه هم فعالیت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.