Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي، تېر ماښام د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې او اووه کسان نور ټپيان شوي دي.

د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام اووه بجې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند (سپينې تاڼې) سیمه کې د یو سراچه او ټیلر موټر د ټکر له امله یوه ماشومه نجلۍ مړه شوې او د دوو مېرمنو په ګډون اووه کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ځای ته په وخت د لغمان د ترافیکو مدیریت مسوولین رسېدلي او ټپیان یې د لا ښې درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د پېښې علت د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښوودل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.