کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د ازموینو ملي ادارې مشر وایي، اوسمهال د دې اړتیا ليدل کېږي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته پاملرنه زیاته شي څو د هېواد بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني دغه څرګندونې نن کابل کې د هغې غونډې پر مهال وکړې چې د کانکور او دیني مدرسو په ازموینه کې د لسو مخکښه بریالي شوو کسان د ستاینې په موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه شوې وه.
د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د حبیبیې لېسې فارغ اتلخان رحيمزوی د ۱۴۰۳ کال د کانکور عمومي اول نومره شوی او د کابل اسلامي دارالعلوم فارغ زینالله یوسفي د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی دی.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني په یاده غونډه کې ټولو بریالیو ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ، وویل: «ډاډ ورکوم چې نظام ستاسو تر شا ولاړ دی او د زدهکړو برخه کې تاسو ته هر ډول فرصت برابروي، بناً تاسو هم باید خپل مسوولیت درک کړئ، له ترلاسه شوي فرصت څخه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ښه ګټه پورته کړئ.»
هغه زیاته کړه، د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن ختم شوی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د غیراسلامي او غیرافغاني نظریو مخه نیول شوې او ټول زدهکوونکي او محصلین به په سالم اسلامي او افغاني فکر روزل کېږي.
عبدالباقي حقاني له یادو لسو کسانو وغوښتل چې باید خپل مسوولیت ته په ښه ډول متوجه شي او له ورکړل شوي فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي څو په راتلونکي کې د خپل هېواد او خلکو د خدمت جوګه شي.
د چارو ادارې مرستیال، مولوي سیفالدین تائب په نننۍ غونډه کې وویل: «اوس په هېواد کې مقتدر اسلامي نظام موجود دی او ملي یووالی رامنځته شوی، ټول افغانان باید له دې طلایي فرصت څخه ګټه پورته کړي او هېواد په هر برخه کې د پرمختګ پر لور سوق کړي.»
هغه یادو لسو کسانو ته په خطاب کې وویل: «کوم استعداد چې رب (ج) درکړی هغه د لوړو زدهکړو په حاصلولو کې لا ډېر ولګوئ.»
د ریاستالورزاء د بشري سرچینو رییس مولوي محمد داوود حقاني په یاده غونډه کې وویل، له نېکهمرغه نن د مکتب او مدرسې لپاره - چې کلونه کلونه یې د جلاوالي په موخه د بهرنیو له خوا کار شوی- د استعدادونو ستاینه کېږي.
هغه د کانکور ټولو ګډونوالو په ځانګړي ډول یادو لسو کسانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو د الله (ج) شکرانه اداء کړئ چې الله پاک دغه استعداد تا ما ته راکړی او زه ستا شکرانه اداء کوم.»
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال صبغتالله وصیل د مبارکۍ ترڅنګ وویل، دا کادرونه تقدیرېږی لامل یې دا دی چې نور هم وهڅول شي او د لوړو زدهکړو په ترلاسه کولو کې کوښښ وکړي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه ويلي چې د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم اړتیا ده او دا هېواد د پر مختګ دوه وزرې دي چې هېواد د بریا لوړو پوړونو ته رسوي.
یادو دواړو کسانو [اتل خان رحميزوی او زینالله یوسفي] د نورو لسو کسانو په استازیتوب خبرې وکړې له اسلامي امارته یې مننه وکړه چې د کانکور ازموينه يې په پوره رونټيا سره ترسره کړه.
هغوی ژمنه وکړه چې په پوره اخلاص سر به لوړې زدهکړې ترسره او ځانونه به د هېواد د خدمت جوګه وګرځوي.
سږ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شوه چې سل زره کسانو په کې ګډون کړی و او د چنګاښ په ۳۱مه یې پایلې اعلان شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن