Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوري: د هېواد د سرحدونو ساتنه پر حکومت فرض ده

نوري: د هېواد د سرحدونو ساتنه پر حکومت فرض ده

author avatar
24 Jul 2024 - 16:56
نوري: د هېواد د سرحدونو ساتنه پر حکومت فرض ده
author avatar
24 Jul 2024 - 16:56

ګردېز (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزیر وايي، د هېواد د سرحدونو او په دغو سیمو کې د خلکو ساتنه پر حکومت فرض ده او په ټول توان دغه کار کوي.

دغه څرګندونې د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ کې «د اسلامي نظام او ملي استحکام» تر نوم لاندې له قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې وکړې.

نوري وويل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او اوسني حکومت په تېرو شلو کلونو کې له هېواده دفاع کړې او اوس د ټولو سرحدونو او په دغو سیمو کې د خلکو ساتنه د حکومت مسوولیت دی.

نوموړي وويل: «لکه څه ډول مو چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام قايمېدل غوښتل همداشان اوس د ټولو سرحداتو ساتنه هم خپله فريضه بولو.»

سرپرست وزير د غونډې له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په خپلو سيمو کې دې د قومي دښمنيو او شخړو مخه ونيسي او د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت به ورسره دې برخه کې هر ډول همکاري وکړي.

دغه راز، په یاده غونډه کې د دغه وزارت د جرګو او قبايلو چارو مرستیال مولوي علي‌جان احمد وويل چې اوسنی نظام د ولس په ملاتړ رامنځته شوی.

هغه وويل چې اوسنی حکومت د ولس هره مشروع غوښتنه مني او هيڅکله به خپل ولس هېر نه کړي.

جوړې شوي غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو ځينې غوښتنې شريکې کړې او له اوسني نظام څخه يې ملاتړ وکړ.

يوه قومي مشر انور صديقي له اوسني حکومت غوښتنه وکړه چې د قومي شخړو د حل لپاره بايد منظمه تګلاره جوړه او هم دې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

يوه بل قومي مشر نورالله وويل چې د پخوا په څېر به د حکومت ملاتړ کوي، خو زیاته یې کړه چې حکومت دې د خلکو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولينو ژمنه وکړه چې په ټولو ولايتونو کې به د شخړو هواري لپاره ځانګړې رسمي کمېټې جوړې کړي.

Views: 12

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.