کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د یوناما مشرې ويلي، د دوحې وروستۍ ناستې د پرېکړو له مخې د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټورونو د ملاتړ او له نشهیي توکو سره د مبارزې څرنګوالي په موخه د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار کېږي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اتونبایوا دغه څرګندونې پرون د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې غونډې لاستهراوړنو او له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې د اړیکو په اړه خبرې وشوې.
مېرمن اتونبایوا ویلي، د دوحې وروستۍ ناستې د پرېکړو پر اساس، د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټورونو د ملاتړ او له نشهیي توکو سره د مبارزې څرنګوالي په موخه د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار روان دی، څو په دې برخو کې ستونزې پيدا او حللارې ورته ولټول شي.
هغې څرګنده کړې، د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټورونو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په موخه د جوړېدونکو کمېټو مديریت په برخه کې ځینو پرمختللو هېوادونو لېوالتیا ښودلې ده.
د یوناما مشرې زیاته کړه، په لوړه کچه د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ خبرې د اړیکو د رغېدو سبب کېدای شي، دغه راز له اسلامي امارت سره اړیکې لرل د غربي ټولنې غوښتنه ده.
د نوموړې په وینا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت هڅه کوي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوچنیو پورونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
خبرپاڼه کاږي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په افغانستان کې د یوناما ماموریت او له افغانانو سره د هغوی له مرستو په ستاینې وویل، د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د شرایطو منل کېدل مهم ګام و او د دوحې په وروستۍ ناسته کې د افغانستان د ستونزو په اړه شوې پرېکړې ارزښتناکه وې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، دوی رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي؛ ځکه چې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP