Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ۳۲ سياحتي شرکتونه د قانوني جوازونو نه درلودو له امله تړل شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو هغه ۳۲ دفترونه تړلي چې قانوني جوازونه يې نه درلودل.

مسوولين وايي، دغه شرکتونه به تر هغه تړلي وي چې د فعاليت قانوني جوازونه يې نه وي اخیستي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوی امر عيدمحمد حنفي وايي، په جلال‌اباد ښار کې يې د غيرقانوني او بې‌جوازه سياحتي او انلاين خدمتونو شرکتونو بندولو او اصلاح کولو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زیاتوي، تازه يې د دې لړۍ په ترڅ کې تېره ورځ په يوه سوداګریز مارکېټ کې ۳۲ هغه سياحتي او د انلاین خدمتونو شرکتونه تړلي چې له قانوني جوازونو پرته يې دفترونه پرانيستي وو.

هغه زیاته کړه، یاده پروسه به تر هغه دوام کوي څو یاد ټول شرکتونه قانوني جوازونه ترلاسه کړي.

بلخوا، د جلال‌اباد ښاريان هم له دې پروسې خوښ دي او وايي، ټول دا ډول دفترونه بايد قانوني جوازونه ولري.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي نقيب‌احمد پژواک ته وويل، بې‌جوازه شرکتونه اکثريت له خلکو د بهرنيو هېوادونو د ويزو او بهرنيو هېوادونو کې د زده‌کړو زمينې برابرولو په نومونو پيسې اخلي او بيا هيڅ کار نه ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، حکومت بايد دا ډول شرکتونو ته يو ځانګړی طرزالعمل جوړ کړی څو له خلکو په یو او بل نوم پیسې وانه‌خلي.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، په قانوني جواز کې د سياحتي شرکتونو د فعاليت ټول اصول موجود دي او هيڅوک نه شي کولای بل کس دوکه کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په جلال‌اباد ښار کې شاوخوا سل هغه سياحتي او د انلاين خدمتونو شرکتونه تړل شوي وو چې جوازونه يې نه درلودل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.