Language

د احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به يې په راتلونکو شاوخوا درې مياشتو کې تکمیل شي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د یاد ریاست رییس مولوي انعام‌الله سمنګاني او د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند د لوی احمدشاه بابا د کور د بيارغونې له چارو ليدنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، سمنګاني اړوندو کسانو ته د چارو په ښه توګه ترسره کولو او د دغه تاريخي کور د ساتنې اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

د لوی احمدشاه بابا د کور د بيارغونې چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري پيل شوې دي، خو سرچینې د دغو چارو د لګښت په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.