پلعلم (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک ته وویل، نن د جاپان هېواد په اووه میلیون افغانۍ لګښت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په همکارۍ په برهکيبرک ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې دغه ښوونځی به شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، د احاطې دېوال، د لمریزې برېښنا سیسټم، د پاکو اوبو شبکه، د لاس مینځلو ځایونه، کانکریټي کثافتدانۍ او پنځه مبرزونه ولري.
هغه وویل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به سلګونو زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شي.
بلخوا، د برهکيبرک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وویل چې د ښوونځي لپاره دغه ودانۍ په پادخواب روغني سیمه کې جوړېږي.
ده وویل چې د دې سیمې ماشومان دا مهال په یوه کرايي کور کې زدهکړې کوي چې ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره به یې تر ډېره دغه ستونزه هواره شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري په لوګر کې یو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP