Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار په غورک کې د یوې ښځې مړی موندل شوی

کندهار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۳): سرچینې وايي، د کندهار د غورک ولسوالۍ د صورت خان کارېز په سیمه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ښځه د دوو موټرسایکل سپرو لخوا یادې سیمي ته راوستل شوې او بیا وژل شوې ده چې مړی یې نن موندل شوی دی.

په دې اړه یوه وېډیو هم پژواک ترلاسه کړې ده.

په وېډیو کې یو کس وايي: «چوپان کېسه کوله چې دوه موټرسایکل سپرو دلته یوه ښځه راوستله نور ماشومان هم ورسره وو، وروسته یي دغه ښځه په ډبرو وژلې ده.»

د سیمې یوه اوسيدونکی د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې د دغې ښځې مړی دا مهال د غورک ولسوالۍ په کلینیک کې دی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار د حکومتي مسوولینو نظر هم ترلاسه کړي خو تر اوسه په دې اړه اړیکو ته ځواب نه دی ویل شوی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.