لښکرګاه (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه سړک د لښکرګاه ښار له مختار سیمې څخه پیل او د ګرشک ولسوالۍ تر شوراب پوځي اډې پورې غځېدلی دی.
د هغوی په وینا د دغه سړک په اوږدو کې د هلمند د سیند پر سر د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي یو پل هم جوړېږي.
مسوولین زیاتوي چې پر دغه پل او سړک ۱۷۷،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له بودجې څخه ورکول کېږي.
د دغه سړک د چارو د پيل پرمهال د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه وویل چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د هلمند د شمالي ولسواليو خلکو لار مرکز لښکرګاه ته لنډه شي.
ده وویل چې د همدې سړک له لارې به خلک خپل سوداګریز توکي په اسانۍ سره د شوراب پوځې اډې ته ولیږدوي او برعکس به یې را ولېږدوي.
دغهراز، د هلمند والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د هلمند د څلورو ولسوالیو خلکو ترڅنګ د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو اوسېدونکو ته هم د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
ده وویل چې د دغه سړک په جوړېدو سره به له شوراب پوځي اډې څخه الوتنې هم پيل شي خو په دې اړه یې نور جزييات ورنه کړل.
ریاض وايي چې د هلمند سیند پر سر پر پخواني پله د موټرونو ګڼه ګوڼه ډېره ده چې د نوي پله په جوړېدو سره به دغه ستونزه هم حل شي.
بل لورته خلک هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.
د نادعلي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وویل چې د دغه سړک په جوړېدو سره به دوی وکولای شي خپل کرنیز توکي په وخت سره د لښکرګاه بازار ته انتقال کړي.
د معلوماتو له مخې، د اوس لپاره پر دغه سړک جغل اچول کیږي او د قیرکولو چارې به یې وروسته پيل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن