Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: د واخان دهلېز رغونه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، تمه ده چې د مس عینک کان سیمه کې د لرغونو آثارو د خوندیتوب د تضمین ترڅنګ د دغه کان استخراج او پروسس ژر پیل شي او زیاتوي چې د واخان دهلېز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یادې څرګندونې تېره ورځ د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال او د دغه هېواد د فرهنګي میراثونو د ملي ادارې عمومي مشر لي چُن سره په لیدنه کې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ په فرهنګي تبادلې، د مس عینک په سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب او د افغانستان حکومت ته په ګڼو تخنیکي برخو کې د بشري ظرفیت روزنې په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

متقي په دغه لیدنه کې هیله څرګنده کړه چې د مس عینک سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب له تضمین سره د مسو کان استخراج او پروسس ژر پیل شي.

نوموړي د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلېز د دواړو هېوادونو په نښلولو کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دغه دهلېز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

خبرپاڼه کاږي، د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال په یاده لیدنه کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي همکاري کولای شي په ګڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار پرانیزي.

هغه ویلي، د مس عینک پروژه په خپله د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي تبادلې او تفاهم یو مثال دی او زیاته یې کړه چې د کانونو او فرهنګي چارو متخصصین یې په دې سفر کې ملتیا کوي څو د مس عینک د استخراج چارې په داسې ډول پیل شي چې د لرغونو اثارو خوندیتوب هم تضمین شوی وي.

د یادونې ده چې په لوګر ولایت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې وړمه ورځ پیل شوې.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۸،۹ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي او لګښت یې د اېم‌سي‌سي چیني شرکت له خوا ورکول کېږي.

د مس عینک قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت اېم‌سي‌سي سره د کانونو وزارت له خوا لاسلیک شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.