هرات (پژواک، ٦ زمری ١٤٠٣): د هرات په پښتونزرغون ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ چې د دې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له خوا د څه باندې دوه میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هرات د پوهنې رییس مولوي رحمتالله جابر د دغه ښوونځي پرانیستغونډه کې د معیاري ښوونځيو ترمیم او جوړولو اهمیت او د درسي امکاناتو برابرولو کې د پوهنې ریاست لومړیتوبونو ته په اشارې د دغه ښوونځي له جوړوونکي حاجي عبدالرازق یې مننه وکړه.
مولوي جابر زیاته کړه، د پښتونزرغون ولسوالۍ د ده لته کلي د ابو سعید خدري لومړني ښوونځي ودانۍ د دوه میلیونه او ۲۶۸ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې چې اته درسي او اداري خونې لري.
هغه له معارف سره د خلکو مرسته مهمه وبلله، ویې ویل، دا ډول مرستې کولی شي د هېواد د ښوونې او روزنې په ثبات او پرمختګ کې مرسته وکړي.
د دغه ولایت د پوهنې رییس زیاته کړه، هڅه کوي چې په راتلونکي کې د دغه ښوونځي زدهکوونکو ته لا ډېر امکانات برابر کړي.
بلخوا، د پښتونزرغون د ده لته کلي یو شمېر اوسېدونکو د دغه ښوونځي له جوړوونکي د مننې ترڅنګ د دغه ولایت د پوهنې له ریاسته غواړي څو د اولادونو په زدهکړو کې له دوی سره مرسته وکړي.
د پښتونزرغون ولسوالۍ یوه قومي مشر دینمحمد وویل، د دغه ښوونځي له پرانیستو وروسته یې اولادونه کتاب، قرطاسیې او ښوونکو ته اړتیا لري چې باید پاملرنه ورته وشي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی پر دوه جریب ځمکه د سیمې یوه اوسېدونکي له خوا اخیستل شوې، د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د هغه په شخصي لګښت جوړ شوی دی.
Views: 5
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP