Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان کې د روغتیایي خدماتو پراختیا برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان کې د روغتیایي خدماتو پراختیا برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

author avatar
27 Jul 2024 - 18:33
د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان کې د روغتیایي خدماتو پراختیا برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې
author avatar
27 Jul 2024 - 18:33

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د روغتیایي سیسټم او خدمتونو پر پراختیا خبرې کړې او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې، د روغتیايي سیسټم پر پراختیا، لرې پرتو سیمو ته د رسیدنې، له ساري ناروغیو سره د مبارزې، د پولیو لابراتوار پر فعالیت او د روغتیايي سیسټم لپاره د مؤثرې پالیسۍ جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې اترې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان نوي مشر د عامې روغتیا له وزارت سره پر همغږۍ ټینګار وکړ او د روغتیايي سیسټم د لا پرمختک او همکارۍ لپاره یې د ژمنتیا څرګندونه وکړه.

د هغه په خبره، د عامې روغتیا له وزارت سره به د روغتیايي خدماتو برخه کې لا ښه همکاري او همغږي ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.