غزنيښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د ګیلان ولسوالۍ اړوند د څلي په کلي کې شوې ده.
هغه وویل چې په دغه شخړه کې یو کس په بېلچه وهل شوی او ټپی و چې نن یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د ده په خبره چې امنیتي کسانو په شخړه کې ښکېل څلور کسان نیولي او له څېړنو وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP