ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیلوي

هند افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیلوي

author avatar
27 Jul 2024 - 13:10
هند افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیلوي
author avatar
27 Jul 2024 - 13:10

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي چې دغه هېواد د افغانستان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیلوي.

هغه په يوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغانانو ته ويزې ورکول کېږي؟ وویل: «‎په افغانستان کې خلکو ته ويزې ورکول کېږي او تګ راتګ د ترسره کېدو په حال کې دی.»

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې افغانانو ته د صادر شوو ویزو د شمېر په اړه معلومات نه لري.

نوموړي دغه‌راز د هند او افغانستان ترمنځ پر دوامداره اړیکو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له افغانانو سره تاریخي اړیکې لري.

د هند بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي یادې څرګندونې داسې مهال کړې چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې سلګونه افغان محصلین په رخصتۍ افغانستان ته راغلي وو چې وروسته ونه توانېدل ‎ویزې ترلاسه کړي ‎او بېرته هند ته ستانه شي.

له دې مخکې یو شمېر افغان محصلین په هغه هېواد کې د نوي تحصیلي ‎کال د پیل لپاره د هند له لوري د ویزو د ورکړې غوښتنه کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.