کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترکمنستان بهرنيو چارو وزير رشيد مرِداف، فضلمحمد صابر په دغه هېواد کې د ا.ا د شارژدافير په توګه ومانه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرداف ویلي، ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلې کول په پلان کې لري؛ نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين ګام دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير مرداف هيله څرګنده کړه، دواړه هېوادونه به د ګډو ډيپلوماټيکو هڅو له لارې وکولای شي د ټاپي نلليکې، ټاپ او د تورغونډۍ - هرات ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژو عملي چارې ژر پيل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن