غزنيښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د غزني د ورزش امریت مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو د یو شمېر کلبونو د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د «قوتالرمي» ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني ولایت د بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو د یو شمېر کلبونو د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د «قوتالرمي» ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
نوموړي وویل، د سیالیو په پای کې ۱۱ ورزشکاران د لویانو ولایتي لوبډلې ته، ۱۰ کسان د تنکیو ځوانانو او ۱۰ تنه هم د ماشومانو لوبډلې ته وټاکل شول.
هغه زیاته کړه، له دې سیالیو څخه یې موخه د دغه ولایت لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل وو.
ورته وخت کې یو شمېر لوبغاړي د دغه ډول سیالیو ترسره کول ګټور بولي.
د یادونې ده، قوتالرمي يو رزمي او د ځان د دفاع ورزش دى چې د ډېرو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم مینهوال لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP