Language

کندوز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

 کندوز ښار (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د کندوز ولايت په ګل‌تپه ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني چې يو کس پکې وژل شوى و، ‎د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب پاى ته ورسېده.

د اغامیر ناصري په نوم یو قومي مشر چې د دې شخړې په هواري کې یې رول درلود پژواک ته وويل: «نن مو د سلګونو کسانو په حضور کې ‎د دوو کورنيو ترمنځ چې د کندوز ولايت د ګل‌تپې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، سوله او دوستۍ ټينګه کړه، د دوی ترمنځ نږدې درې میاشتې مخکې شخړه راغلې وه چې په نتیجه کې یې یو کس وژل شوی و چې الحمدلله نن د قومي مشرانو او دیني عالمانو په هلو ځلو مو دغه دښمني پای ته ورسوله.»

ناصري وايي چې د روان کال له پيله تر دې مهاله یې د دې دښمنۍ تر څنګ ۴۷ نورې شخړې هم هوارې کړې دي.

په همدې حال کې، په دغه شخړه کې ښکېل لوري، د قومي جرګې له پرېکړې خوښي څرګندوي د دښمنۍ د پای ته رسولو ژمنه یې وکړه.‎

د شخړې له ښکېلو غاړو یوه کس محمد داوود وويل: «دغه شخړه درې مياشتې مخکې رامنځته شوې وه، موږ له ټولو قومی مشرانو مننه کوو چې زموږ د ستونزې د هواري لپاره يې هڅې وکړې، ډېر خوشحاله يو چې له دې ستونزو خلاص شوو.»

د معلم بسم‌الله په نوم د مقتول یوه خپلوان وویل: «‎خوشحاله شوو چې ستونزه مو اوږده نه شوه او د حاجي صاحب اغامير په هلو ځلو حل شوه، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه ډول قومي جرګې ډېرې شي څو د خلکو دښمنیو ته د پای ټکی کېښودل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې درېيو کلونو راهیسې په کندوز کې څه باندې ۲۰۰ قومي او کورنۍ شخړې ‎د قومي جرګو له لارې حل شوې دي.