Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صربستان کې د موټر چپه کېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): صربستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل‌ختيځ کې د کډوالو لېږدوونکي یوه موټر چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي دي.

ریپبلکا رسنۍ خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بلا پانکا ښار ته نږدې د کډوالو لېږدوونکی یو موټر له سړک وتلی او چپه شوی دی.

په راپور کې راغلي چې یاده پېښه تېره جمعه (د زمري ۵مه) شوې او موټر شاوخوا ۵۰ کډوال لېږدول.

یادې رسنۍ په صربستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له قوله راپور ورکړی چې ټپیان شوي کډوال افغانان او نیپالیان دي.

صربستان اروپا ته د کډوالو یوه د تېرېدو لار ده چې د ۲۰۲۳ کال شمېرو له مخې، ۱۰۰ زره کډوال اروپا له دې لارې تېر شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.