ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې څلور زره کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او له منځه‌ وړل شوي

اروزګان کې څلور زره کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او له منځه‌ وړل شوي

author avatar
28 Jul 2024 - 14:24
اروزګان کې څلور زره کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او له منځه‌ وړل شوي
author avatar
28 Jul 2024 - 14:24

ترینکوټ (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه یې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د نشه‌یي توکو دوه کارخونې کشف کړې او څلور زره کیلوګرامه ترلاسه شوي نشه‌یي توکي یې سوځولي دي.

د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د ګېزاب ولسوالۍ په تکاب‌دار او د چارچینو ولسوالۍ په ګورګین سیمو کې د نشه‌يي توکو دوه کارخونې کشف کړې دي.

هغه زیاته کړه، له دواړو کارخونو څخه څلور زره کیلوګرامه ومان او د نشه‌یي توکو د پروسس یوه اندازه وسایل ترلاسه شوي چې ځای پر ځای له منځه وړل شوي دي.

نوموړي په دې تړاو د چا د نیولو خبره ونه‌کړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.