ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیل هوايي برید؛ ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیل هوايي برید؛ ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
28 Jul 2024 - 12:46
غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیل هوايي برید؛ ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
28 Jul 2024 - 12:46

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د غزې په ټرانګه کې پر یوه ښوونځي - چې د بې‌ځایه شوو د اوسېدو ځای و- د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز اژانس د فلسطین د روغتیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یاد برید پرون (شنبه) د دیرالبلاح ښار په مرکز کې شوی او وژل شوو کسانو کې ۱۵ ماشومان او اته ښځې هم شامل دي.

راپور کې راغلي چې څه باندې ۱۰۰ کسان نور د یاد برید په پایله کې ټپیان شوي دي.

یوې بې‌ځایه شوې مېرمن ام حسن علي چې ښوونځي کې یې ژوند کاوه، ویلي، یوازې څو میاشتې یې له مصر څخه غزې ته له راتلو تېریږي چې هلته له خپلې لور سره د درملنې لپاره تللې وه.

نوموړې زیاته کړه چې اوس یې لور په یاد برید کې ټپي شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده.

ورته مهال، اسرائیلي ځواکونو ویلي چې وسله‌وال یې په نښه کړي او د غیرنظامیانو لپاره د خطر کمېدو په موخه یې ځیني اقدامات ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د چنګاښ په ۲۸مه هم د غزې پر ټرانګه د اسرائیل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.