هرات (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د هرات د کشککهنه ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د امکاناتو نشتوالى او روغتيايي خدمتونو ته کم لاسرسى هغه ستونزې دي چې د دې ولسوالۍ خلک ورسره مخ دي.
هغوی د پژواک خبري اژانس له خبريال سره خبرو کې ويلي چې د ولسواليو په کچه د روغتيايي مرکزونو، روغتيايي کارکوونکو، امبولانسونو او د اړتيا وړ درملو نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د کشککهنه ولسوالۍ اوسېدونکی جليلاحمد هم په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکزونو له کمښته شکايت کوي او وايي، د دې ولسوالۍ خام او ويجاړ سړکونه هم د دې لامل شوي چې ناروغان پر وخت د هرات ښار روغتونونو ته ونه رسېږي او ناروغان روغتون ته پر لاره ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زیاتوي، د دې ولسوالۍ نفوس ته په کتو په هیڅ روغتیايي مرکز کې هیڅ ډول عملیات نه ترسره کېږي.
د کشککهنه ولسوالۍ بل اوسېدونکی فضلإاحمد هم په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي امکاناتو له کموالي شکايت کوي او وايي، ځيني مهال د لارو خرابوالي له امله هغه موټر چې ناروغان لېږدوي، له ستونزو سره مخ کېږي او د دې لامل کېږي چې ناروغ روغتون ته له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکړي.
فضلاحمد وويل: «له بده مرغه په دې ولسوالۍ کې د ناروغانو د لېږد لپاره مجهز امبولانسونه هم نشته.»
د کشککهنه ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته په دې ولسوالۍ کې د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو او د سړکونو جوړولو برخړ کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
په همدې حال کې، د دې ولسوالۍ روغتيايي مسوولين هم د شته ستونزو پخلی کوي او وايي چې د خلکو د روغتيايي ستونزو د حل لپاره په کشککهنه ولسوالۍ د يوه مجهز روغتون جوړېدو ته اړتيا ده.
د کشککهنه ولسوالۍ د عامې روغتيا رييس ډاکټر حميدالله افغان له پژواک سره خبرو کې وويل، د دې ولسوالۍ نفوس څه باندې ٩٠ زره کسانو ته رسېږي او په مسلکي کارکوونکو سمبال يوه روغتون ته اړتيا لري.
افغان زياته کړه چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د نورو خلکو په شان د ښو روغتيايي خدمتونو مستحق دي او په دې ولسوالۍ کې باید يو مجهز روغتون جوړ شي څو د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.
په همدې حال کې، د هرات د عامې روغتيا رييس وايي چې سږ کال دغه رياست د کشککهنه په ګډون د هرات په نورو ولسوالیو او ځينو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د پراختيا او نوو مرکزونو د جوړولو لپاره بېلابېل پلانونه په پام کې لري.
د دغه ریاست په وینا، دغه اقدامات روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي ښهوالي او شته ستونزې د هواري په موخه په پلان کې نیول شوي دي.
د هرات د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکټر غلاممحمد حنفي هم د هرات په لرو پرتو ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو کمښت تاییدوي او وايي، دغه رياست سږ کال داسې پلان په پام کې لري چې له مخې به یې يو شمېر روغتيايي مرکزونه جوړ، ځیني به ارتقا وکړي او ځیني نور به پراخ شي.
د يادونې ده، کشککهنه د هرات شمالختيځ ته په شاوخوا ١٢٠ کيلومترۍ کې له ترکمنستان سره پر پوله پرته ولسوالي ده چې خلک یې د روغتيايي مرکزونو نشتوالي له امله مرکز ته د ناروغانو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP