ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې سل زره کسان پر تور او سپین زېړي اخته دي

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې سل زره کسان پر تور او سپین زېړي اخته دي

author avatar
28 Jul 2024 - 16:52
د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې سل زره کسان پر تور او سپین زېړي اخته دي
author avatar
28 Jul 2024 - 16:52

مزارشریف (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): په شمال کې د روغتیا نړۍوال سازمان مسوولین وایي چې په ټوله نړۍ کې ۳۰۴ میلیونه او په افغانستان کې شاوخوا سل زره کسان په تور او سپین زېړي اخته دي.

د بلخ عامې روغتیا ریاست کې له هپیتایت (تور او سپین زېړی) سره د مبارزې نړۍواله ورځ ونمانځل شوه چې په کې د روغتیا نړۍوال سازمان مسوولینو او ځایي چارواکو ګډون کړی و.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د روغتیا نړۍوال سازمان د شمال زون مسوول نیازمحمد نایب وویل چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰۴ میلیونه کسان په تور او سپین زېړي اخته دي او له امله یې په هرو دېرشو ثانیو کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي زیاتوي، که څه هم د افغانستان په اړه دقیق ارقام نشته خو د دغه سازمان موندنې ښیي چې په دغه هېواد کې شاوخوا سل زره کسان د هپیتایت پر ناروغۍ اخته دي او له ډلې یې ۳۰ زره کسان پر هپیتات بي (تور) او ۷۰ زره کسان پر هپیتات سي (سپین زېړي) اخته دي.

نوموړی اندېښنه ښیي چې دغه ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده او د مبارزې برخه کې یې د روغتیایي ادارو همغږي مهمه بولي.

په همدې حال کې، د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخ‌ میر صدام بیا وایي چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې باید ټولې ادارې خپل رول ولوبوي.

صدام د حج‌ او اوقاف، پوهنې، کډوالو ریاستونو او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت له مسوولینو وغوښتل څو د خلکو پوهاوي برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

صدام په دې غونډه کې د عامې روغتیا د وزیر پیغام هم حاضرینو ته واوراوه او د عامې روغتیا وزیر دغه ناروغي ګواښوونکې بللې او لامل یې کډوالي، بې‌وزلي، د وینې ورکړه او له یوې ستنې د څو انسانانو ګډه استفاده ګڼلې ده.

بلخوا، د مزارشریف حوزوي روغتون امر محمداشرف روان وایي چې تور او سپین زېړی د کبدي حجراتو د التهاب له امله رامنځته کېږي او لامل پر خپل ‌سر له درملو او الکولو استفاده ګڼي.

روان دغه ناروغي ساري بولي او له خلکو غواړي څو د حفظ‌الصحې په مراعاتولو سره یې مخنیوی وکړي.

د یادونې ده، له دې مخکې د مزارشریف حوزوي روغتون مسوولینو ویلي وو چې په تېرو پنځو میاشتو کې شاوخوا دوه زره کسان پر تور او سپین زېړي اخته شوي چې له امله یې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.