Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي د المپیک بایسکل‌ځغلونې سیالي کې ۲۶م مقام خپل کړ

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د بایسکل‌ځغلونې افغان ورزشکارې یلدوز هاشمي د پاریس په المپیک لوبو کې د ښځو په «ټایم تریل» انفرادي سیالي کې ۲۶م مقام خپل کړ.

د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون پرون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې یولدوز هاشمي د پاریس المپیکي لوبو کې د ښځو په «TT» سیالي کې ۲۶مه شوه او په اسیا کې یې دویم مقام ترلاسه کړ.

د راپورونو له مخې، یلدوز هاشمي په دې سیالي کې ۳۲،۴ کیلومتره واټن په ۴۴ دقیقو او ۲۹ ثانیو کې ووهه.

دغه راز، په یاده سیالي کې ۳۵ کسانو ګډون کړی و چې افغان ورزشکارې په کې ۲۶م ځای خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د المپیک سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاریس ښار کې پیل شوې چې شاوخوا لس زره او پنځه سوه لوبغاړي به د المپیک په دغو سیالیو کې د لوبو بېلابېلو ډګرونو کې سیالۍ ترسره کړي.

د المپیک په دغو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي ګډون کوي چې درې یې نجونې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.