ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خیبر پښتونخوا کورمه کې د دوو ډلو ترمنځ شخړو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا کورمه کې د دوو ډلو ترمنځ شخړو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
29 Jul 2024 - 11:31
د خیبر پښتونخوا کورمه کې د دوو ډلو ترمنځ شخړو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
29 Jul 2024 - 11:31

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): راپورونه وايي چې د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقه‌ییزو شخړو له امله ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

بي‌بي‌سي تېره ورځ راپور ورکړی چې لومړی دا شخړه پنځه ورځې مخکې د سنیانو او شیعه‌ګانو د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوې وه چې وروسته یې فرقه‌یي بڼه خپله کړه.

راپور کې راغلي چې تراوسه پورې د دې شخړې د مخنیوي لپاره حکومتي هڅې او د ځايي مخورو جرګې او مرکې ناکامه شوې دي.

د پاړه چنار سیمې ځايي روغتون مشر ډاکټر میرحسن‌جان بي‌بي‌سي ته ویلي چې تراوسه پورې دوی ته ۲۸ مړي او تر ۱۰۰ پورې ټپیان وروړل شوي دي.

هغه وايي، د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، خو په خبره یې د لارو تړل کېدو له امله د درملو د کمښت اندېښنه شته.

هلته په کورمه کې عیني شاهدان وايي، له پنځو ورځو راهیسې نښتې روانې دي او د دواړو لورو له خوا درنې او سپکې وسلې کارول کېږي.

ځايي خبریال عدنان حیدري ویلي چې ځايي چارواکو او د سیمې مخورو څو ځله د اوربند لپاره هڅې کړې خو تراوسه پورې یې کومه پایله نه درلوده.

ورته مهال، مشال راډيو تېره ورځ راپور ورکړی چې د سیمې پولیسو حکومتي ادارو ته یو معلوماتي راپور استولی چې په کې راغلي، د روانې جولای میاشتې د ۲۴مې له مازیګر راهیسې په پیل شوو نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپیان دي.

سرچینې د چارواکو له قوله ویلي چې د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ تر پنځه ورځنیو خونړیو نښتو وروسته دواړه خواوې پر اوربند سلا شوې دي.

د سرچینې د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت د روانو نښتو او د اوربند هوکړې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم په یاده سیمه کې څو ځلې ورته خونړۍ نښتې شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.