زرنج (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): نیمروز کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې څه باندې ۷۰۰ د موسیقۍ الې او قیلونونه سوځول شوي دي.
د نیمروز د امربالمعروف او نهي عنالمنکر رییس مولوي اللهنور زرقاوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (دوشنبه، د زمري اوومه) یې د موسیقۍ ۱۳۷ الې او ۵۷۲ قیلونونه چې له بېلابېلو ځایونو راټول شوي وو، سوځولي دي.
نوموړی وايي چې یاده اداره په ټولنه کې د منکراتو مخنیوي لپاره کار کوي او په دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
نیمروز کې د مسوولینو د معلوماتو له مخې چې د موسیقۍ دغه الې او او قیلونونه د دغه ولایت د استخباراتو او امر بالمعروف ریاستونو او د ولایت مقام د استازو په حضور کې وسوځول شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن