شبرغان (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د کلفت بندر د فعالیت د پیل خبر ورکوي او وايي، یاد بندر کې به پنځه سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې ده، کلفت بندر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سرحد کې د قرقین ولسوالۍ په ۲۰ کیلومترۍ کې واقع دی او د جوزجان په شمال کې موقعیت لري، دا یو له لرغونو بندرونو دی چې له ډېرو کلونو راهیسې غیرفعال و.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نیازمحمد تواب پژواک خبري اژانس ته وویل، هرات کې له تورغنډي بندر او د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې له اقینه بندر څخه وروسته به کلفت درېیم بندر وي چې د هغه له لارې به د منځنۍ آسیا له هېوادونو سوداګریز توکي افغانستان ته واردېږي.
هغه زیاته کړه، د کلفت بندر د فعالولو کار د اسلامي امارت د مرکزي مسوولینو له لوري روان دی، سروې یې ختمه شوې او عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.
نوموړي څرګنده کړه چې د یاد بندر په فعالېدو سره به پنځه سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP