چاریکار (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معین وايي، اسلامي امارت د ولس خدمت ته ژمن دی او هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته خپل حقوق ورکړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمدعلي جان احمد دغه څرګندونې نن د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې «د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت شل کلنې مبارزې موخه د اسلامي نظام د استحکام لپاره وه چې اوس دې موخې ته رسېدلی دی.
دی وايي، د اسلامي امارت چارواکي په دې هڅه کې دي چې څه ډول خلکو ته ښه خدمت وکړي او دا د دوی ارمان هم دی.
د هغه په وینا، د پروان ولایت حکومتي چارواکي، دیني عالمان او قومي مشران مکلف دي چې د اسلامي نظام احکام تطبیق کړي او د شرعي نظام په پلي کولو کې هیڅ ډول خنډ نه شته.
هغه زیاته کړه: «زه د پروان ولس پېژنم، شل کاله یې جهاد کړی، زه یې د قربانیو نه خبر یم، تاسو نه زه دا غوښتنه نه کوم چې له اسلامي نظام سره ودرېږئ، تاسې خپله له دې مخکې د دې نظام لپاره قربانۍ ورکړي.»
ده له مسوولینو او خلکو غوښتنه وکړه چې په ټولنه کې د موجودو غیرشرعي او منکرو رواجونو پر وړاندې ودرېږي او د له منځه وړلو لپاره یې کار وکړي.
نوموړي وویل، خلک باید په بهر کې د مېشتو کسانو په تبلیغاتو ونه غولېږي او هېر نه کړي چې په تېر نظام کې د افغانانو څه حال و.
دغه راز هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل چې خپلې ستونزې د عریضې په بڼه دوی ته وړاندې کړي، څو رسېدنه ورته وشي.
ورته وخت کې، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ لوی رییس شیخ حضرتولي حقاني وویل چې د امنیت تأمین د دوی تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده او هیڅ چاته به د مغرضو کړنو اجازه ور نهکړي.
هغه زیاته کړه چې اوسنی نظام یو فرصت دی چې ټول مسوولین خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.
حقاني یادونه وکړه چې هر ولایت ته د وزارت د پلاوي سفرونه له خلکو سره د مستقیمو اړیکو او د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې لپاره دي.
هغه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې به مسوولو چارواکو ته رسوي او دوی ته به مثبت ځوابونه ورکوي.
دغه راز، په دې غونډه کې د پروان والي مولوي عبدالعلي قدرتالله امیني وویل چې اسلامي امارت د امنیت په ساتلو او د قومونو په یوځای کولو کې مهم ګامونه پورته کړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره، د هېواد په مختلفو برخو کې امنیت ښه شوی او خلکو ته د سوکالۍ او ارامۍ پیغام ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د قومونو یوځای کول د ملي یووالي او هېواد جوړونې لپاره حیاتي دي او اسلامي امارت په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.
دغه راز، د پروان ولایت د استخباراتو رییس قاري محمدصدیق مخلص یادونه وکړه چې د امنیت ساتلو په برخه کې د خلکو ډاډ ترلاسه کول د دوی لپاره لومړیتوب دی.
هغه د تېر حکومت چارواکو ته په یو پیغام کې وویل چې افغان ملت اوس دوکه نه خوري او دوی دې نورو هېوادونو ته د لاس اوږدولو پرځای بېرته خپل هېواد ته راشي او دلته دې عادي ژوند پیل کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د پروان ولایت د ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو هم خپلې غوښتنې له مسوولینو سره شریکې کړې.
د شینوارو ولسوالۍ قومي مشر نعیمجان زاهد له خلکو سره د اسلامي امارت چارواکو د ناستو اهمیت ته اشاره وکړه او هیله یې وښوده چې دا ناستې دوام ومومي.
هغه زیاته کړه چې د شینوارو ولسوالۍ په تېر شل کلنې جګړې کې ډېر زیان لیدلی او اوس یې هیله دا ده چې په یاده ولسوالۍ کې د سړک، استنادي دېوالونو، مخابراتي سیسټم او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو ته پاملرنه وشي.
دغه راز د سرخ پارسا ولسوالۍ قومي مشر قاري عبدالصبور وویل چې په دغه ولسوالۍ کې امنیت تأمین دی، خلک له نظامه راضي دي خو له حکومته د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه لري.
نوموړي په یاده ولسوالۍ کې د مرکزي روغتون د تجهیز او پراخوالي، د سړکونو بیارغونې او د الکټرونیکي تذکرو د وېش څانګې د پرانیستو غوښتنه وکړه. یو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته غوښتنې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP