ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: بګرام کې د چین په مرسته د الوتکو ضد سیستم فعالولو ادعا بې‌بنسټه ده

دفاع وزارت: بګرام کې د چین په مرسته د الوتکو ضد سیستم فعالولو ادعا بې‌بنسټه ده

author avatar
29 Jul 2024 - 15:39
دفاع وزارت: بګرام کې د چین په مرسته د الوتکو ضد سیستم فعالولو ادعا بې‌بنسټه ده
author avatar
29 Jul 2024 - 15:39

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، هغه مکتوب جعلي دی چې ځینو رسنیو خپور کړی او له مخې یې ادعا کړې چې د چین په همکارۍ په بګرام کې د بې‌پیلوټه الوتکو ضد سیستم فعالېږي.

زاویه‌نیوز پر خپله فېسبوک‌پاڼه یو مکتوب خپور کړی چې ګواکي د ملي دفاع وزارت له خوا د ستراتیژیکو استخباراتو معاونیت ته استول شوی دی.

د یاد مکتوب ـ چې د ملي دفاع وزارت وایي جعلي دی- کټ مټ متن داسې دی: «داچی د هیوادهوایی حریم په اختیارکی نه لرواوفضاموتراشغال لاندی ده دچین هیوادله چارواکوسره په دی موردخبری شوی دی چی په راتلونکی کی به پری عملاکارپیل کړوموخه موداده چی یادسیستم ترتیب اوتنظیم لپاره مسلکی بااستعداده اشخاصوته ضرورت ده دترانسپورت اوهوانوردی وزارت سره په ګډه همکاری ترتیب برابرکړی.»

زاویه نیوز ادعا کړې چې چين دا مهال له «طالبانو» سره کار کوي څو د بګرام هوايي ډګر کې د بې‌پيلوټه الوتکو ضد سيستم ځای پر ځای کړي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په دې اړه پر خپلې اېکس‌پاڼې‌ لیکلي چې دغه څرګندونې بې‌بنسټه دي.

خوارزمي لیکلي چې په رسنیو کې د یو جعلي مکتوب پر بنسټ د چین په همکارۍ په بګرام کې د «ډرون طیارو ضد سیستم» نصبولو ادعا په بشپړه توګه بې‌بنسټه او له واقیعته لرې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.