Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قمر بنسټ د افغان ځوانانو لپاره د لیسانس ۳۰۰ بورسونه اعلان کړل

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د قمر بنسټ مسوولین وايي‌ چې د افغان نجونو او هلکانو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د لیسانس ۳۰۰ بورسونه اعلان کړي دي.

دغه بنسټ له  ۱۳۹۸ لمریز کال راهیسې په افغانستان کې د دارالایتامونو او جوماتونو رغولو، اړمنو ته د مرستو رسولو او ځوانانو ته د تحصیلي فرصتونو برابرولو برخو کې کار کوي.

د قمر بنسټ د مطبوعاتو برخې مسوول عبدالله ریحان نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بنست وړمه ورځ د لیسانس زده‌کړو ۳۰۰ بورسونه اعلان کړل.

هغه زیاته کړه، دغه بورسونه د دوولسم ټولګي د هغو فارغینو لپاره چې په سږني کانکور کې بې‌پایلې شوي او د هغو نجونو لپاره چې مخکې له دوولسم ټولګي فارغې شوې، اعلان شوي دي.

دی وایي، بورسونه له یادو کسانو هغو ته ورکول کېږي چې د اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې نه شي کولای.

د نوموړي په خبره، د دغو بورسونو له لارې به ځوانان په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې خصوصي پوهنتونونو ته ورپېژندل شي.

د ریحان په وینا، هلکان به اقتصاد، کمپوټرساینس، انجنیري او ژورنالېزم پوهنځیو او نجونې به د قابلګۍ، ستوماتولوژي او نرسنګ برخو ته جذب شي.

هغه زیاته کړه، په اعلان شوو بورسونو کې د لیسانس څلورکلنې دورې بشپړ فیسونه، د تحصیلي دورې پر مهال د عملي کار فرصتونه او علمي ورکشاپونه شامل دي.

ریحان وویل چې دغو بورسونو ته ځوانان په انلاین توګه نوم‌لیکنه کولی شي او تر یوې ټاکلې تخنیکي ارزونې وروسته به د دغو بورسونو ګټونکي شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد بنسټ له غوره شوو ځوانانو د زده‌کړو له بهیر او حاضرۍ ورکولو څار کوي او په راتلونکي کې به له هغوی سره د دندو په موندنه کې هم مرسته کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی محب‌الله چې تېر کال د رحمان‌بابا له لېسې فارغ شوی، د قمر بنسټ له لوري اعلان شوو بورسونو ته هیله‌من دی او وايي، هڅه کوي چې ژر نوم‌لیکنه وکړي.

ده وویل، غواړي پوهنتون ولولي خو دا چې په سږني کانکور کې بې‌پایلې شوی او د اقتصادي ستونزو له امله په شخصي پوهنتونونو کې د زده‌کړو توان هم نه لري،‌ نو ځکه ډېر زیار ګالي چې د زده‌کړو لپاره یو فرصت پیدا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.