Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې اوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۹ زمري ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۵۰ میلیونه افغانيو په لګښت اوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي.

د لوګر پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاه پور عرب پژواک ته وویل، دا ښوونځي د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) په همکارۍ او د جاپان هېواد د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږيږي.

عرب زیاتوي، د یادو ښوونځيو له ډلې څلور یې په خروار، دوه یې په  بره کي برک او یو یې هم په څرخ ولسوالۍ کې دی.

 نوموړي زیاته کړه: «د هر ښوونځي په جوړېدونکو ودانیو کې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د احاطې دېوال، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیسټم او د حفظ الحصې ټول اړین ملحقات په پام کې نیول شوي.»

د ده په وینا، د یادو ودانیو په جوړېدو سره به د شاوخوا  ۷ زره زده‌کوونکو د سرپناه نه درلودو ستونزه حل شي.

په ورته وخت کې د مرکز پل‌علم یوه ښوونکي صدیق‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې اوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.

نوموړي له پوهنې وزارت وغوښتل چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم هغو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې چې اوسمهال یې زده‌کوونکي له پراخو ستونزو سره په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

د یادونې وړ ده چې لوګر کې دا مهال د ۲۸۴ ښوونځیو له ډلې، ۷۰ یې ودانۍ نه لري او د سلو نورو ښوونځیو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.