Language

هند کې د ځمک‌ښوېدنې پېښه؛ لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د هند په سوېل کې د کرالا ایالت کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

هندوستان ټایمز نن (سه شنبه) راپور ورکړی چې دا پېښه د کرالا ایالت په ویاناد سیمه کې له سختو ورښتونو وروسته شوې ده.

دې پېښه کې څو کلي د ځمکې ښویېدو له امله ویجاړ شوي او ډېر زیانونه د چای کروندګرو ته رسېدلي دي.

د دغه ایالت له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې مرستندویو ځواکونو دې سیمه کې د ژغورنې عملیات پیل کړي او د قربانیانو شمېر د ډېرېدو په حال کې ده.

د یادونې ده، کرالا ایالت د هند په سوېل لوېدیځ کې موقعیت لري او هر کال د سختو موسمي بارانونو شاهد وي.