Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د عامه نظم ګډوډولو په تور څلور کسان نیول شوي

پاراخ (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳ ): د پنجشېر امنیه قومانداني د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د عامه نظم ګډوډولو په تړاو د څلور کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.

د پنجشېر امنیې قوماندانۍ ویاند عابدالله عقاب پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کسان نن نیول شوي دي.

د هغه په خبره، نیول شوو کسانو غوښتل د «ثانیه سوز او په لاس جوړ بمونو» په چاودنو سره د خلکو امنیت ګډوډ کړي چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.

هغه وايي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

هغه وویل، د نیول شوو کسانو دوسیې له قانوني پړاوونو تر تېرېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

پژواک

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.