کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا له سیاسي پلوه په نړۍواله او سیمهییزه کچه مناسب ځای لري او په وینا یې چې نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د ا.ا رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې پرون ماښام په تهران کې د افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، افغان دیپلوماتانو او د سفارت د کارکوونکو په ګډون له یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې چې په پلازمېنه تهران کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شوه، له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پرمختګ او د وروستیو لاسته راوړنو ترڅنګ په ایران کې د مېشتو افغانانو او سوداګرو په هکله خبرې وشوې.
افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني وویل، د کوربه هېواد له مسوولینو او چارواکو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې د ایران له دولت سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لمن لا پراخه شي.
د افغان سوداګرو په استازولۍ ډاکتر شمسالحق شمس او حاجي محمدايوب حسيني د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په ستایلو سره وویل، له ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت ښه تعامل او اړیکې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ودې لامل ګرځېدلې دي.
دوی په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د شریعت په رڼا کې اقتصادي پالیسي د پانګې د جلب او سوداګرۍ لپاره ارزښتناکه وبلله او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د خبرپاڼې په حواله، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې وویل، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي چې د همدې موخې پر اساس دا مهال اسلامي امارت په ګڼ شمېر هېوادونو کې فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان پر پښو درېدل، افغان حکومت ته لومړیتوب لري او هڅې روانې دي چې په کور دننه او بهر د افغانانو ستونزو ته حللارې ولټول شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د مسوول او له ټولنې د راټوکېدلي نظام په توګه خپلې چارې د ولس د غوښتنو پر بنسټ مخته وړي او په ټولو اقتصادي او نورو اړوندو برخو کې د سوداګرو او خلکو وړاندیزونو ته پام کېږي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا، له سیاسي پلوه اسلامي امارت دا مهال په نړۍواله او سیمه ییزه کچه مناسب ځای لري او په نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په ایران کې د افغان سوداګرو او کډوالو د ستونزو د حل په موخه افغان سفیرته یو لړ سپارښتنې هم وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP