فراه ښار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): په فراه کې له روغتیايي مرکزونو سره د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو، طبي او نورو وسایلو مرسته وشوه.
په دې اړه د فراه عامې روغتیا رييس مولوي احسانالله شاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جک موسسې له لوري د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د ۱۳۰ قلمه درملو، طبي او نورو وسایلو مرسته وشوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې درمل، د معایناتو ماشینونه، وېلچرونه، چپرکټونه، سولري تختې، بېټرۍ او ځیني نور توکي شامل دي.
هغه زیاته کړه، دغه توکي هغو مرکزونو ته انتقالېږي چې اړتیا ورته ولري او د سیمو خلک یې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دغو توکو په انتقال سره به تر ډېره د یادو روغتیايي مرکزونو او د دغو سیمو د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.
بل لور ته، خلک هم دغو مرستو ته خوښ دي.
د فراه د مرکز دُراباد سیمې یوه اوسېدونکي محمدابراهیم پژواک ته وویل، خبر دی چې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
ده زیاته کړه: «دا خو ډېره د خوښۍ ځای دی چې د ولسوالیو کلینیکونو ته درمل او وسایل ورکول کېږي، د هغو ځایونو خلک په ډېر مشکل خپل ناروغان تر مرکزه رسوي خو که دا شیان ورکړل شي بیا به یې مشکل تر ډېره حل شي او ښار ته به نه راځي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د فراه یو شمېر اوسېدونکو شکایتونه کړي وو چې سیمې یې روغتیايي مرکزونه نه لري او ځینو نورو بیا ویلي وو چې سیمې یې روغتیايي مرکزونه لري خو درمل او اړین طبي وسایل نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP