Language

د نتایجو او شهادتنامو د برېښنایي کولو سیسټم پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وايي چې د اسلامي زده‌کړو او ښوونکو د روزنې څانګو د نتایجو او شهادتنامو د برېښنایي کولو سیسټم نن پرانیستل شو.

د پوهنې وزارت له لوري نن په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برېښنايي سیسټم د نتایجو او شهادتنامو د روڼتیا، ساتنې، په وېش کې د چکټیا او نورو برخو کې خورا مهم دی.

سرچینې د دغه سیسټم په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

خبرپاڼه کاږي، د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا د یاد سیسټم په پرانیست غونډه کې وویل، د اسلامي امارت د بریالیتوبونو ستر لاملونه کار اهل کار ته سپارل او د مسوولینو ترمنځ په ورځنیو دندو کې د اخلاص او شفقت دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه سیسټم پرانیستې مراسمو په پای کې په نمونوي ډول د مدارسو لسو  فارغانو ته برېښنايي شهادتنامې هم ووېشل شوې.